د ایران بریدونو کې له ۲۰۴ زیاتو اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ایران بریدونو کې له ۲۰۴ زیاتو اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ

پر اسرائیلي ښارونو (اشغالي فلسطین) د ایران د غچ اخیستې توغندیزو بریدونو کې د اسرائیلي وګړو مرګ ژوبلې شمېر ډېر شوی دی.

المیادین رسنۍ د اسرائیلي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د ایران توغندیزو بریدونو کې ۴ صهیونیستان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

له تېرې شپې راهیسې ایران پر اسرائیلي ښارونو پراخ د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي، چې ګڼ اسرائیلي اهداف یې په نښه کړي دي او اسرائیلو ته یې زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

یاده دې وي، چې تازه د ایران تسنیم اژانس خبر ورکړ، چې د اسرائیلو نړېوال بن‌ګوریون هوايي ډګر هم د الوتنو پر مخ تر دویمې خبرتیا تړل شوی دی.

تړلي موضوعات