ایران پر اسرائیلو توغندیز بریدونه پیل کړل
د ایران فارس خبري اژانس تازه خبر ورکړی، چې د ایران له لوري پر اسرائیلو توغندیز بریدونه پیل شول.
یاد اژانس یوې ویډیو خپرولو سره ویلي، چې له تهران څخه اسرائیلي ښارونو ( اشغالي فلسطین) ته د توغندیو توغول پیل شول.
فارس اژانس همداراز ویلي، چې اسرائیلي ښارونو کې د هوايي بریدونو خبرداري فعال شوي دي.
د دې توغندیو د نوعیت او څومره والي په اړه ایراني رسنیو څه نه دي ویلي.
نور جزیات وروسته...