پر اسرائیلي ښارونو یو ځل بیا د ایران پراخ توغندیز بریدونه پیل شول
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې پر اسرائیلي ښارونو (اشغالي فلسطین) د ایران پراخ توغندیز بریدونه پیل شول، چې تازه توغول شوي توغندي په تل ابیب، حیفا، عسقلان او اشغال شوي بیت المقدس کې لګېدلي دي.
د دې تازه بریدونو د پیل خبر د ایران تسنیم خبري اژانس ورکړی دی.
بلخوا اسرائیلي رسنیو هم دا بریدونه تائید کړي دي او ویلي یې دي، چې تل ابیب کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تسنیم اژانس د سرچینو له قوله ویلي، چې له یمن څخه هم پر اسرائیلو بریدونه پیل شوي دي.
یاده سرچینه وايي چې دمګړۍ د ایراني توغندیو پر مټ ټول اسرائیل تر برید لاندې دي.
د اسرائیلو ۱۲ چېنل هم د دې بریدونو په تائید ویلي، چې اشغالي بیت المقدس کې هم د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
یاده دې وي، چې د تېرې شپې راهیسې دا پر اسرائیلو د ایران دویمه د لویو توغندیزو بریدونه څپه ده، چې د ګڼو پرمختللو توغندیو پر مټ اسرائیلي ښارونه او مهم اهداف په نښه کوي.