د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو کور ایراني توغندي په نښه کړی

د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو کور ایراني توغندي په نښه کړی نړۍ

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ایران تازه توغندیزو بریدونو کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کور په نښه شوی دی.

یاد اژانس ویلي، چې د نتنیاهو کور په قیساریه ښارګوټي کې هدف شوی دی.

په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي چې آیا دې کور کې د اسرائیلو لومړی وزیر هم موجود و ؟ او د کور ودانۍ څومره ویجاړه شوې؟

یاده دې وي، چې نږدې ساعت وړاندې پر اسرائیلي ښارونو او اهدافو د ایران د توغندیزو بریدونو تازه څپه پیل شوه، چې د اسرائیلو څو ښارونو کې یې اهداف په نښه کړي دي.

تړلي موضوعات