د ایران پوځ اسرائیلو ته: اشغال شوې سیمې پرېږدئ؛ دا به په حتمي ډول ستاسو د اوسېدو وړ نه وي

د ایران پوځ اسرائیلو ته: اشغال شوې سیمې پرېږدئ؛ دا به په  حتمي ډول ستاسو د اوسېدو وړ نه وي نړۍ

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند اسرائیلي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې اشغالي سیمې پرېږدئ. زیاتوي، چې دا سیمې به په راتلونکي کې په حتمي ډول ستاسو لپاره د اوسېدو وړ نه وي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران به حساس او مهم اسرائیلي اهداف په نښه کړي، چې دې لېست کې پوځي، امنیتي مرکزونه، د چارواکو استوګنځي او د پرېکړو ځایونه شامل دي.

د ایران وسله والو ځواکونو ویاند اسرائیلو ته وریاده کړې، چې ځمکې لاندې پناه ځایونه به ستاسو خوندي نه کړي او نه به امنیت درکړي.

نوموړي همداراز ویلي، چې اشغالي سیمې به د یوه لوی برید سره مخ شي.

یاده دې وي دا خبرداری داسې حال کې ورکول کېږي، چې نن شپه هم ایران پر اسرائیلي ښارونو او اهدافو پراخ توغندیز بریدونه وکړل چې ډېری توغندي په اهدافو لګېدلي او په نښه شویو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوې دي.

تړلي موضوعات