ډونالډ ټرمپ: د ایران او اسرائیلو شخړه کې د امریکا مداخله ممکنه ده

ډونالډ ټرمپ: د ایران او اسرائیلو شخړه کې د امریکا مداخله ممکنه ده نړۍ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې درېدو او شخړې هواري ته هیله مند دی.

ټرمپ دغه څرګندونې د جي ۷ هېوادونو سرمشریزې ته تر تلو وړاندې خبریالانو سره کړې دي.

د جي ۷ هېوادونو سرمشریزه کاناډا کې ترسره کیږي.

ټرمپ ویلي، هېواد به یې له اسرائیلو ملاتړ او دفاع ته دوام ورکړي.

په ورته مهال ایران قطر او عمان ته ویلي، تر هغې چې اسرائیل بریدونه ونه دروي هیڅ ډول اوربند به ونه مني.

 ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې د اسرائیلو د ملاتړ او دفاع خبره کړې، چې تر دې وړاندې یې په ایران د اسرائیلو بریدونو کې خپل رول لرل رد کړي، خو ایراني چارواکو ویلي، د امریکا له ملاتړ پرته اسرائیل د برید توان نه لري.

تړلي موضوعات