افغان پلاوي مراکش کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ غونډه کې ګډون کړی

افغان پلاوي مراکش کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ غونډه کې ګډون کړی افغانستان
د افغانستان بانک رئیس د اسلامي مالي خدماتو بورډ غونډه کې ګډون کړی

د افغانستان بانک رئیس نوراحمد اغا او مل پلاوي د مراکش پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په ۲۳ مه غونډه کې ګډون کړی.

د افغانستان بانک د خبر له مخې، دا غونډه چې د مراکش مرکزي بانک په کوربتوب جوړه شوې وه د افغانستان بانک په ګډون د ۳۴ هېوادونو استازو او بانکونو رئیسانو په کې ګډون درلود. 

په غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په اساس د اسلامي بانکوالۍ د اړوندو معایرو په ښه تطبیق، اسلامي بانکي او غیر بانکي سکتورونو کې د ثبات او ښه مدیریت په پیاوړي کېدو، ظرفیت لوړونې، د ډيجیټلایزیشن او د مالي تکنالوژۍ یا فېنټیک څخه پر موثرې استفادې او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په وړاندې پر شته ګواښونو، پلانونو او عملي اقداماتو بحث وشو.

د اسلامي مالي خدماتو بورډ یوه نړیواله اسلامي مؤسسه ده چې په هغه کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې غړیتوب لري.

تړلي موضوعات