تېر کال تر ۲ میلیونه زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې

تېر کال تر ۲ میلیونه زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې افغانستان
انځور ارشیف

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، تېره یوه کال کې یې تر دوه میلیونه زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې یې ۷۷۸ زره نارینه او نږدې ۶۰۰ زره ښځو تذکرې ترلاسه کړې دي.

همداراز یاده موده کې نږدې ۱۰۰ زره کسانو ته د تذکرو تر وېش وروسته خدمات وړاندې شوي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداري د نفوسو د احوالو او ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت ویلي، هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش له پیله شاوخوا ۱۶ میلیونه کسانو ته تذکرې وېشل شوې، چې تر ۱۰ میلیونه زیاتې یې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته وېشل شوې.

تړلي موضوعات