افغان پلاوی د اوسپنې پټلۍ نړېوالې غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللی

افغان پلاوی د اوسپنې پټلۍ نړېوالې غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللی افغانستان
افغان پلاوي د اوسپنې پټلۍ ۱۲مه کنګره کې د کډون لپاره چین ته تللی

د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او ورسره مل پلاوی د اوسپنې پټلۍ نړېوالې اتحادیې(UIC) ۱۲مه کنګره کې د ګډون په موخه چین ته تللی.

د ټولګټو وزارت د خبر له مخې دغه غونډه به سږ کال د چین په کوربتوب په درېیو برخو کې ترسره شي چې د ګڼو هېوادو تر ۳ زره چارواکي او استازي به په کې ګډون وکړي.

یاده کنګره کې به د اوسپنې پټلۍ ماهرین، کارپوهان، څېړونکي، د اوسپنې پټلۍ مخکښو شرکتونو مشران او استازي په نړېواله کچه د اوسپڼې پټلۍ د صنعت پر ودې، د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو پراختیا، تخنیکي نوښتونو، ظرفیت لوړونې، د نویو پانګوالو جذب او لوړ سرعت لرونکو رېل پټلو د پرمختګونو ارزونه وکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان په ۲۰۱۳م کال کې د اوسپنې پټلۍ د نړېوالې اتحادیې (UIC) غړیتوب ترلاسه کړ.

تړلي موضوعات