کورنیو چارو وزیر: د غزني ولسونو ستونزو د حل په اړه به لازم اقدامات وشي

کورنیو چارو وزیر: د غزني ولسونو ستونزو د حل په اړه به لازم اقدامات وشي افغانستان
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني غزني ته په سفر تللی

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د وضعیت ارزونې په موخه غزني ولایت ته سفر کړی او له ملکي او نظامي مسئولینو سره یې کتلي.

د غزني ولایت مقام ویلي، کورنیو چارو وزیر د غزني ولایت ملکي او نظامي مسئولنیو سره کتنه کې د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې واورېدلې.

کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزې به له اړوند وزارتونو سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې لازم اقدمات ترسره شي.

خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، راسپارل شوي مسئولیتونه موږ ته امانت دي، چې باید د اسلامي نظام حق ادا کړو.

د یادونې ده، چې د کورنیو چارو وزیر د وضعیت ارزونې لپاره څو ورځې وړاندې کاپیسا ولایت هم سفر کړی و او د هغو ستونزې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل.

تړلي موضوعات