د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه؛ د راستنېدونکو پر امنیت ټینګار شوی
د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون ویلي، د یاد کمېسیون مرستیال او کورنیو چارو وزارت اداري معین ملا رحمت الله نجیب په مشرۍ نوبتي غونډه کې د هېواد عمومي وضعیت ارزونې ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغانانو ته د امنیتي ځواکونو د خدماتو پر څرنګوالي هم بحث شوی.
د غونډې ګډونوالو په مسئولانه توګه او د ملي ژمنتیا له مخې د راستنېدونکو هېوادوالو پر پاللو ټینګار کړی.
د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غړو اړوندو امنیتي ادارو ته راستنېدونکو لپاره د هراړخیز امنیت او لازمو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه کړې.