خوست کې د کېلو نیالګيو ښه پایله ورکړې

خوست کې د کېلو نیالګيو ښه پایله ورکړې افغانستان
خوست کې د کېلو ونو حاصلات

د خوست والي ویاند مستغفر ګربز وايي، د دې ولایت په مرکز متون کې د کېلې ونو سږکال د پام وړ حاصل ورکړی او مثبته پایله یې لرلې ده. 

نوموړي لیکلي، د خوست خاوره او اقلیمي شرایط، په ځانګړي ډول مناسبه تودوخه او رطوبت، د کېلو د کښت لپاره ډېر مناسب دی.

خوست کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو ویلي، هڅې روانې دي چې د بڼوالو ملاتړ، مسلکي روزنه او تخنیکي مرستې پراخې شي، څو د کېلو نیالګي د یوه نوي زراعتي فرصت په توګه معرفي شي او خوست د کېلو یو مهم تولیدي مرکز وګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د متخصصینو له لوري په تحقیقاتي فارمونو کې د پخوا په پرتله د وچو او تازه مېوو کرکېلې برخه کې هڅې ګړندۍ شوې او دغه هڅې د کروندګرو په اقتصاد کې ښه رول لوبولی شي.

تړلي موضوعات