اداري مرستيال: ایران کې د افغان کډوالو حقونه تر پښو لاندې شوي
د ریاستالوزراء اداري مرستیال وایي، ایران کې د افغان کډوالو حقونه تر پښو لاندې شوي او ناوړه چلند ورسره شوی.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنج شنبه د حکومت اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې.
اداري مرستیال وایي، له ایرانه د افغان کډوالو په جبر ستنولو لړۍ له پیله تر دې مهاله تر ۵۰۰ زره زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان هېوادونو څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.