مولوي عبدالسلام حنفي: د راستنېدونکو کډوالو وضعیت له نږدې تر څار لاندې دی
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، له ګاونډیو هېوادونو په جبر راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې څاري او ټولې لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.
په داسې حال کې، چې ښاغلی حنفي څو ورځې وړاندې په همدې موخه نیمروز او هرات ولایتونو ته تللی و وایي، کډوالو ته د موقتي مېشتېدنې په موخه ټول اړین امکانات چمتو شوي دي.
د ښاغلي حنفي په خبره راستنېدونکو ته د نورو امکاناتو تر څنګ نغدي مرستې هم دوام لري او په وړیا ډول تر خپلو سیمو لېږدول کېږي.