میرویس عزیزي بېرته راستنېدونکو افغانانو سره یو میلیارد افغانۍ بېړنۍ مرسته کوي
د عزیزي ګروپ عمومي مشر میرویس عزیزي له ایرانه هېواد ته د بېرته راستنېدونکو افغانانو لاسنیوي په موخه یو میلیارد افغانۍ بېړنۍ مرسته اعلان کړې.
ښاغلي عزیزي د بېرته راستنېدونکو افغانانو ناوړه بشري وضعیت باندې خواشيني ښودلې.
نوموړي خپلو همکاراتو ته لارښوونه کړې، چې سمدلاسه هرات ته سفر وکړي او د مرستو رسولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه په تېرو څو ورځو کې تر ۵۰۰ زرو زیات افغانان بیرته هېواد ته راستانه شوي، چې دا مهال بېړنو مرستو ته اړتیا لري.