نیمروز کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره مجهز کمپ جوړ شو

نیمروز کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره مجهز کمپ جوړ شو افغانستان
نیمروز کې د بیرته راستنېدونکو افغانانو لپآره جوړ شوی کمپ

د نیمروز ولایت مقام د معلوماتو په بنسټ، یاد ولایت کې د ورېښمو پله ته څېرمه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره جوړ شوی کمپ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نیمروز ولایت مقام رسنیو دفتر ویلي، یاد کمپ په معیاري ډول د مجهزو خېمو څخه جوړ شوی چې برېښنا، د څښاک پاکې اوبه، حمام، روغتیايي کلینیک او نور اړین خدمات لري.

سرچینه وايي، جوړ شوي کمپ کې هره خیمه د یوې کورنۍ لپاره ځانګړې شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د راستنېدوکو کډوالو لپاره د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي.

تړلي موضوعات