قزاقستان نږدې وخت کې د افغانستان سفیر مني

قزاقستان نږدې وخت کې د افغانستان سفیر مني سیاست
قزاقستان د افغانستان سفیر مني او کابل کې د خپل سفارت کچه سفیر ته لوړوي

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس عبدالحی قانت ویلي، د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه قزاقستان پرېکړه کړې، چې په لنډ وخت کې د افغانستان سفیر ومني.

عبدالحی قانت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، قزاقستان غواړي، چې کابل کې د خپل سفارت کچه هم سفیر ته لوړه کړي.

ښاغلي قانت د قزاقستان حکومت دغه اقدام د سیاسي اړیکو د نوي پیل لپاره مهم سګنال یاد کړی.

نوموړي ویلي، کابل ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر سفر دا وښوده، چې دوی غواړي افغانستان سره د اقتصادي سکټور ترڅنګ سیاسي برخه کې اړیکي پیاوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې قزاقستان دا مهال افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مناسب پرمختګ کړی او د دواړو هېوادونو اقتصادي سکټورونو ترمنځ د لار نقشې لاسلیک کېدو سره به دوه اړه خیزه سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته پورته شي.

تړلي موضوعات