ترکمنستان کې د افغان سفارت چارسمبالي د پاکستان له سفیرې سره کتلي

ترکمنستان کې د افغان سفارت  چارسمبالي د پاکستان له سفیرې سره کتلي سیاست

ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر یاد هېواد کې د پاکستان له سفیرې ډاکټر فریال لغاري سره کتلي او په ګڼو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.

یاد هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې دې کتنه کې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو د هواري ترڅنګ افغانانو ته د پاکستان د وېزو ورکړې پر اسانتیاوو خبرې شوې.

سفارت زیاتوي، چې دې لیدنه کې د پاکستان سفیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې مهمې وبللې او ژمنه یې وکړه چې پورته غوښتنې به د خپل هېواد له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان هېوادونو چارواکي هڅه کوي، چې خبرو اترو له لارې شته ستونزې حل کړي او بېلابېلو برخو کې د اړیکو کچه لوړه کړي.

تړلي موضوعات