د هرات والي او یوناما مشرې د راستنېدونکو افغانانو په اړه خبرې کړې
افغانستان کې د ملګرو ملاتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د هرات والي شیخ اسلام جار سره کتنه له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې کړې.
د هرات ولایت مقام ویلي، دې کتنه کې اغلې اوتنیایوا د کډوالو مدیریت برخه کې د اسلامي امارت رول ستایلی په خبره یې، دوی هڅه کوي اړوند ادارو سره په همغږۍ د کډوالو غږ نړۍوالې ټولنې ته ورسوي.
بلخوا د هرات والي ویلي، اسلامي امارت د کډوالو ټولو اړینو اړتیاوو ته رسېدنه کړې.
نوموړي بهرنیو قدرتونو یرغل او د اقلیمي بدلونه د کډوالۍ عوامل بللي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړي او د موجوده اړتیاوو پوره کولو برخه کې لازمه همکاري وکړي.