د هېواد ګڼو ولایتونو کې د تېز باران او سېلابونو اټکل

د هېواد ګڼو ولایتونو کې د تېز باران او سېلابونو اټکل افغانستان

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې نن او سبا د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو پېښېدو اټکل دی.

د حکومت د هوا پېژندنې دې ادارې ویلي، چې دا اټکل په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، بغلان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، بامیان، غزني، سرپل، غور، میدان وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې دی، چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۵ ملي مترو پورې اټکل شوې.

یاده اداره زیاتوي، چې همدارنګه په سویل ختيځو، ختیځو، سوېلي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل هم شته چې د سرعت کچه يې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې تېز اورښتونه هېواد کې د سېلابونو پېښېدو لامل شوي دي، چې مالي زیان تر څنګ مرګ ژوبله هم لري.

تړلي موضوعات