مولوي امیرخان متقي د قطر شارژدافیر سره په سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې

مولوي امیرخان متقي د قطر شارژدافیر سره په سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې سیاست
کابل کې د قطر شارژادفیر سره د بهرنیو چارکتنه په مهمو مسایلو خبرې شوې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د قطر شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي سره کتنه کې د افغانستان او قطر دوو اړخیزو او ډيپلوماټیکو اړیکو پر لوړولو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې.

بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، مولوي امیرخان متقي قطر دولت سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې بللې او په ګڼو سیمه ییزو او نړۍ‌والو فرمونو کې یې د قطر د ملاتړي رول هرکلی کړی.

بل‌خوا د قطر شارژادفیر د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر وده بللې دي.

نوموړي د افغانستان بهرنیو اړیکو د لا پیاوړتیا برخه کې د خپل هېواد مثبت رول لوبونې په اړه چمتووالی ښودلی.

تړلي موضوعات