راستانه شوي افغان زده‌کوونکي به ښوونیزو بنسټونو ته جذب شي

راستانه شوي افغان زده‌کوونکي به ښوونیزو بنسټونو ته جذب شي افغانستان
د افغانستان پوهنې وزارت راستانه شوي زده کوونکي ښوونیزو بنسټونو ته جذبیږي

د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو افغان زده‌کوونکو د ښوونې او روزنې مسئولیت په پوره ژمنتیا په غاړه اخلي.

پوهنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هېواد ته راستانه شوي زده کوونکي به د هېواد په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.

یاد وزارت کورنیو، اړوند سیمه ییزو مسئولینو، دیني علماوو او خیریه بنسټونو غوښتي، چې د دغه اسلامي او ملي مسئولیت د بریالي ترسره کېدو لپاره له وزارت سره پوره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د بیرته راستنېدونکو افغانانو په ډله کې هغه ماشومان هم شامل دي، چې ګاونډیو هېوادونو کې یې زده‌کړې په نیمایي کې پاتې شوې دي.

تړلي موضوعات