اداري مرستیال: ا.ا د امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو ته غوره شرایط برابروي

اداري مرستیال: ا.ا د امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو ته غوره شرایط برابروي افغانستان
انځور ارشیف

د ریاست الوزراء اداري مرستیال کابل کې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د راستنېدنې او اړوندو سیمو ته یې د لېږد له پروسې لیدنه کړې او د هغو وړاندیزونه یې اورېدلي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو هېوادوالو ته په کور دننه د ژوند غوره شرایط برابر کړي.

ښاغلي حنفي د کډوالو ستونزو او اړتیاوو پوره کولو برخه کې اړوند مسئولینو ته لازمې لارښوونې هم کړې.

د یادونې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري او غیر عادلانه توګه د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې، چې د معلوماتو له مخې تر دې مهاله شاوخوا ۶۰۰زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات