د نشه يي توکو بدیل برخه کې پر همکاریو خبرې وشوې

د نشه يي توکو بدیل برخه کې پر همکاریو خبرې وشوې افغانستان
کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو معین

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار، په ویانا کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) د عملیاتي برخې له رئیس بو متیانس او په افغانستان کې د یاد دفتر له مشر پولیک اوک سیری سره کتلي.

 لیدنه کې معین له یاد بنسټ غوښتي، چې د بدیل کښت او د روږدو کسانو د درملنې، حمایې او راټولولو په برخو کې خپل ملاتړ زیات کړي.

 وزارت وايي، د UNODC پلاوي د یاد معینیت هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې همکارۍ به روانې وساتي او افغان بزګرانو لپاره یې د مرستو او روږدو کسانو د ملاتړ برخه کې د همکاریو ژمنه هم کړې ده.

 یاده دې وي، چې اسلامي امارت د نشه يي توکو مخنیوي برخه کې د پخوا په پرتله هڅې ګړندۍ کړي او د یادې پدیدې پر کرکېلې او کاروبار یې  بندیز لګولی دی.

تړلي موضوعات