بلخ کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو ژغورل شوی

بلخ کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو ژغورل شوی افغانستان
بلخ کې له انسان تښتوونکو ژغورل شوی ماشوم

بلخ ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، یو ماشوم چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو ژغورلی دی.

د بلخ ولایت چارواکو په خبره، د دغه ماشوم ژغورنې عملیاتو مشري د بلخ والي محمدیوسف وفا کوله، چې په ترڅ کې یې د انسان تښتوونکو پټنځای هم له منځه وړل شوی.

که څه هم تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه دې ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې ماشوم تر ژغورل کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

تړلي موضوعات