جاپان د افغان حکومت په پرمختګونو خوښي ښودلې او د مرستو دوام ژمنه یې کړې
د افغانستان لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم سره د جاپان سفیر تاکویوشي کورومایا کتلي دي او په څو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د جاپان سفیر په افغانستان کې د خپل هېواد مرستو او همکاریو ته په اشارې سره د یادو مرستو د دوام ژمنه وکړه او په مختلفو برخو کې یې د اسلامي امارت له پرمختګونو خوښي څرګنده کړه.
وزارت زیاتوي، چې دغه راز د جاپان سفیر د خپلو خبرو په دوام کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د راستانه شویو مهاجرینو مدیریت هم وستایه.
بلخوا دې کتنه کې ښاغلي وزیر په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول د نشه يي توکو روږدو کسانو درملنې او کډوالو ستونزو ته رسېدنه کې د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو مننه کړې او د اسلامي امارت پر وړاندې یې د نړېوالې ټولنې پر دوه ګونو سیاستونو خبرې کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې لوړو زده کړو وزارت د باکیفیته دیني او عصري زده کړو او معیاري څېړنو ته، چې له دیني او ملي ارزښتونو سره سمې او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ووایي، ژمن دی.
د یادونې وړ ده، چې جاپان وخت نا وخت افغانستان سره بېلابېلو برخو کې مرستې کوي، چې افغان حکومت او ولسونه یې هرکلی کوي.