غزني کې ترافیکي پېښو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني کې ترافیکي پېښو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې افغانستان

د غزني ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې دې ولایت کې څلورو ترافیکي پېښو له کبله اتو تنو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادې قومندانۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ترافیکي پېښې په مرکز، ګيلان، آب بند او قره باغ ولسوالیو کې تېره شپه او د نن ورځې په اوږدو کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او۷ تنه نور ژوبل شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې یادې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې او ټپیان امنیتي ځواکونو پر وخت اړوند روغتونونو ته لېږدولي چې حالت یې د ډاډ وړ دی.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې لا هم ترافیکي پېښې د ګڼو وطنوالو ژوند اخلي، چې ډېر کله له عادي حالت څخه دا پېښې ډېرېږي چې د ډېرو لامل بې احتیاطي وي.

تړلي موضوعات