غیر دولتي بنسټونه دې راستنېدونکو کډوالو سره مرستې زیاتې کړي

غیر دولتي بنسټونه دې راستنېدونکو کډوالو سره مرستې زیاتې کړي افغانستان
د کډوالو لپاره د مرستو راټولو په اړه د اقتصاد وزارت کې غونډه شوې

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف او بیرته راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې رئیس د غیر دولتي کورنیو او بهرنیو بنسټو مسئولینو سره ناسته کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د مرستو په زیاتېدو ټینګار کړی.

قاري دین محمد حنیف له غیردولتي بنسټونو غوښتي، د کډوالو بېړنو ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ دې مېشتېدنې ښارګوټو کې د سرپناه، اوبو رسولو سیسټمونو ، څښاک اوبو څاه ګانو کېندلو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او روغتیایي کلینیکونو جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.

بل‌خوا د غیردولتي بنسټونو مسئولینو بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې له بهرنیو هېوادونو د افغانانو د بېرته راستنېدنې پروسه چټکه شوې، چې د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي مرستندویه موسسو سره په ګډه د هغوی د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو سربېره بې سرپرسته کورنیو لپاره دایمي سرپناوې هم جوړې کړي.

تړلي موضوعات