د سل میلیونو افغانیو په ارزښت د درسي موادو د وېش لړۍ پیل شوه

د سل میلیونو افغانیو په ارزښت د درسي موادو د وېش لړۍ پیل شوه افغانستان
انځور ارشیف

پوهنې وزارت وايي، سرپل، بدخشان، پنجشېر او میدان وردګ هغه ولایتونه دي چې نن پکې د ښوونځیو زده‌ کوونکو لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه.

 په دغو درسي توکو کې د لومړنیو ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو کڅوړې، د ښوونکو لپاره ځانګړي بستې، د ښوونځیو اداري موادو کڅوړې، خېمې او نور اړین توکي شامل دي.

 چارواکي وايي، د دې تعلیمي کڅوړو په وېشلو سره د لومړنیو ښوونځیو درسي سرچینو ته د لاسرسي ستونزې حل او د محرومو سیمو د زدکړو کیفیت به ور سره ښه شي.

تړلي موضوعات