اماراتو کې د افغانستان وضعیت په تړاو خبرې وشوې
متحده عربي اماراتو کې افغان سفیر مولوي بدرالدین حقاني د خلیفه بن زاید آل نهیان خیریه مؤسسې رئيس محمد حاجي الخوري سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر عمومي وضعیت، په ځانگړي ډول له ایران او پاکستان څخه راستانه شوو افغان کډوالو د ستونزو او اړتياوو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
افغان سفیر د راستانه شوو مهاجرینو سره د روغتیا او تغذيې په برخو کې د مرستو غوښتنه کړې.
بلخوا د یادې موسسې مشر بیا هر ډولو مرستو ډاډ ورکړی.