دریو اونیو کې تر ۵۷۴ زرو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي
له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو له پیله تېرو ۲۲ ورځو کې د اسلام کلا له لارې تر ۵۷۴ زرو زیات کډوالو هېواد ته راستانه شوي.
د هرات اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي رسنیو ته ویلي، یوازې تېره ورځ له ایرانه تر ۲۱ زرو زیات کډوال ایستل شوي دي.
د ښاغلي متقي په خبره، د یاد شمېر کډوالو له ډلې یې ۲۳۴زره تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي او پاتې یې د ایران حکومت له لوري په جبر ایستل شوي دي.
په ورته مهال د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري بشر دوستانه مرستو زیاتېدل د هېوادوالو بېړنۍ اړتیا بللې او له نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د خپلو مرستو کچه دې زیاته کړي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړی و، چې د روان میلادي کال له پيله تر اوسه تر ۱.۶ میلیونه زیات افغان کډوال له ګاوڼډیو هېوادونو ایستل شوي دي.