د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي
ځایي سرچینې حریت راډیو ته ویلي، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ خالو خېلو کلي کې ناڅرګندو وسلهوالو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یوه ماشومه یې ټپي کړې.
ویل کیږي دغه پېښه تېره شپه شوې، چې په وژل شويو کې څلور سړي او یوه ماشومه شامل دي.
د پېښي عاملین له سیمې تښېدلي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، تر ډزو اورېدو وروسته یې د پېښي ځای کې د موټر سایکل غږونه اورېدلي.
په ورته مهال د غزني امنیه قومندانۍ مسئولینو حریت راډیو ته ویلي، تر دې مه د یادې پېښي په اړه ورسره معلومات نه دي شریک شوي.