د عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه منسوبین فارغ شوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه منسوبین له درې میاشتني عقيدوي، فکري او مسلکي زدهکړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه مراسمو کې فارغ شویو مجاهدو سرتېرو د مسؤلینو په وړاندې ژمنه وکړه، چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د خلکو د امنیت او د هېواد څخه دفاع برخه کې به له اخلاص او ژمنتيا څخه کار اخلوو او خپله دنده به په پوره صداقت پرمخ وړوو.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د اسلامي ملي اردو د پیاوړتیا او مسلکي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او وخت نا وخت له ښوونیزو مرکزونو څخه سلګونه او زرګونه نوي منسوبین فارغېږي.