غزني کې د یوې کورنۍ قتل عام په تور دوه تنه نیول شوي
د غزني ځايي مسؤلین وايي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې ناڅرګندو وسلوالو د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ اړوند ټولا کلي کې پراته یوه کور غړي چې له کلي لرې د فصل په منځ کې یوه کور کې اوسېدل، د کلاشینکوف وسلې په مرمیو ویشي دي.
ځايي مسؤلین وايي، چې دا وحشت د حضرت یونس پر کورنۍ شوی، چې د نوموړي په ګډون د هغه مېرمن، دوه ماشومان زامن او یوه ماشومه لور شهیدان شوي او یوه کوچنی لور یې ټپي شوې ده.
مسؤلین زیاتوي، چې د برید پر مهال د حضرت یونس د کورنۍ غړي د کور پر چوتره د شپې ویده وو، چې وسلوالو د کوټو د بام له پاسه پرې ډزې کړې او د یادې مظلومې کورنۍ پنځه تنه غړي شهیدان او یوه ماشومه زخمي شوې ده.
د قره باغ ولسوالۍ مسؤلینو لخوا تازه ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یونس له څه باندې شپږو کلونو راهیسې د خپل شهید شوي ورور د وژنې پړه پر دوو کسانو، لالي او وزیر اچولې وه، چې هغه هم د نا معلومو کسانو لخوا وژل شوی و.
د مسؤلینو په خبره، چې حضرت یونس له پېښې څو شپې مخکې د یادو دوو کسانو د وژلو ګواښ کړی وو او هغه یې د خپل ورور قاتلین بلل.
له پېښې وروسته د دې ولسوالۍ مسؤلینو سیمې ته ځانونه رسولي او د لالي او وزیر د نیولو خبر یې هم ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان لا هم هغه هېواد دی، چې په وړو پېښو او موضوعاتو د کورنیو تر منځ قتل عام او بې رحمه وژنې په کې رامنځته کیږي؛ هغه څه چې د دې هېواد د زرګونو کورنیو ژوند یې سخت تریخ کړی.