ملګري ملتونه افغان کډوالو سره ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

ملګري ملتونه افغان کډوالو سره ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي افغانستان
افغانستان ته بېرته راستنېدونکي افغان کډوال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتنبایوا او په افغانستان کې د UNHCRدفتر مسئول محترم عرفات جمال د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره کتنه کې د ملګرو ملتونو له لوري دیادې مرستې خبر ورکړی.

ارګ ویلي، دې کتنه کې اوتنبایوا له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل د اندېښنې وړ بللي او له هغوی سره یې په همکارۍ او مرستې ټینګار کړی.

نوموړې زیاته کړی، چې د امکاناتو کموالي سره سره به کډوالو سره د ملګرو ملتونو مرستې دوام ولري.

بل‌خوا افغانستان کې د UNHCRدفتر مسئول د یاد سازمان له لوري افغان کډوالو ته د ۱۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستې د ځانګړي کېدو خبر ورکړی.

په ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، راستنو شویو کډوالو سره زیاتو مرستو ته اړتیا ده چې مسئول بنسټونه باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت مسئولین هڅه کوي کډوالو ته رسېدنه وکړي، خو مسئولین نړۍ‌وال بنسټونه هم باید د هغوی د حقونو د تامین برخه کې خپل مسئولیتونه ادا کړي.

تړلي موضوعات