ذبیح الله مجاهد: د ولسي شاعر مطیع الله تراب مړینې متاثره کړو
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د هېواد ولسي او نوموتي شاعر مطیع الله تراب مړیني سخت متاثره کړي.
ښاغلي مجاهد د نوموړي کورنۍ او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې او هغوی ته یې د الله تعالی له درباره د جمیل صبر غوښتنه کړې.
ولسي شاعر مطیع الله تراب تېره شپه د زړه حملې له کبله ومړ.
ټاکل شوې د مرحوم تراب مړی به نن ماسپښین مهال د جنازې تر لمانځه وروسته ننګرهار کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.