ازبکستان او پاکستان: غواړو چې افغانستان په سیمه ییز اتصال کې مهم رول ولوبوي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کابل کې د سیاسي مشاورت درې اړخیزه غونډه کړې.
غونډه کې درې واړو لوریو په سیمه ییز ثباب، اقتصادي نښلون او د ګډې سوداګرۍ په پراختیا ټینګار کړی دی.
ښاغلي متقي ناسته کې د ټرانس افغان پروژې ارزښت ته په اشارې ویلي، چې دا پروژه نه یوازې سیمه ییز اتصال پیاوړی کوي، بلکې د درې واړو هېوادونو ګډې ګټې تأمینوي.
د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، غواړي چې افغانستان سیمه کې د نښلوونکي هېواد محوري رول ولوبوي.
د ویلو ده، چې تېره ورځ د ازبکستان او پاکستان چارواکو کابل ته سفر کړی و او د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه یې لاسلیک کړه.