تخار کې د سرو زرو کان کیندنې چارې پیل شوې
کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د تخار چاه آب ولسوالۍ سمتي د سرو زرو کان اول بلاک د کیندنې او پروسس چارې پیل شوې.
یاد وزارت دغه خبر نن جمعه خپور کړی او ویلي دي، چې د دغه کان د عملي چارو د پیل په موخه د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري یاد ولایت ته سفر کړی دی.
نوموړي د یاد کان د عملي چارو د پیل په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي دي، چې د کارپه برخه کې به لومړیتوب د سیمې خلکو ته ورکړل شي.
تر دې وړاندې چارواکو ویلي و، چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وړاندې افغانستان کې کانونه په خپل سري توګه کیندل کېدل خو دغه چاره اوس قانوني او د کانونو او پټرولیم وزارت تر بشپړ څار لاندې مخته وړل کیږي.