د کډوالو چارو وزیر: لوېدیځ هېوادونه دې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه کې ځنډ نه کوي

د کډوالو چارو وزیر: لوېدیځ هېوادونه دې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه کې ځنډ نه کوي افغانستان
د کډوالو چارو وزیر د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر سره کتلي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د برېتانیا شارژدافیر رابرت ډکسن سره کتنه کې له لندنه غوښتي، چې کډوالو ته د ښارګوټو جوړلو کې دې مرسته وکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، ګاونډیو هېوادونو تازه ایستل شوي کډوال بېړنو مرستو ته اړتیا لري او د کډوالو ښارګوټو په جوړېدو سره به د افغانانو د بیاځلي کډوالو کېدو مخنیوی وشي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د نړۍ‌والې ټولنې اندېښتو ته رسیدنه کړې او لوېدیځ هېوادونو نور باید د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو کې ځنډ ونه کړي.

د برېتانیا شارژادفیر افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی په خبره یې، اختلافونه باید د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند، چې یو شمېر هېوادونو د دې اقدام هر کلی وکړ.

تړلي موضوعات