له ایرانه د کډوالو ایستل کېدو زیاتوالی؛ د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمیشنر کابل ته راورسېد

له ایرانه د کډوالو ایستل کېدو زیاتوالی؛ د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمیشنر کابل ته راورسېد افغانستان
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر کابل ته راغلی

کډوالو چارو وزارت وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي نن سهار کابل ته راورسېد او د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الله فاني سره یې لیدلي.

ښاغلي فاني د کډوالو اړتیاوې په ګوته کړې او هیله یې څرګنده کړې چې کابل ته د یاد کمېشنر سفر به د راستنېدونکو لپاره د مرستو په جلبولو کې مثبت رول ولوبوي.

ناسته کې ګراندي ویلي، د سفر هدف یې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو او خلکو سره لیدنې دي څو د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو وضعیت ته رسیدنه وشي او ګډې حللارې ورته وموندل شي.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو په ډله ییز ډول د مهاجرینو را اېستل یوه ننګونه بللې او زیاته کړې ده، چې  UNHCR به خپلو هڅو او مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.

یاده دې وي، چې ګراندي به کابل کې له لیدنو وروسته هرات ته سفر وکړي او هلته به د راستنېدونکو کورنیو وضعیت له نږدې و ارزوي.

تړلي موضوعات