د UNHCR رئیس د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رئیس فیلیپو ګراندي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو له ګاونډیو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه په جبر ایستل کېدونو افغان کډوالو وضعیت بحث کړی.
بهرینو چارو وزیر ټینګار کړی، چې افغان کډوالو ته باید لازم فرصت ورکړل شي، څو وکولی شي خپل حسابونه تصفیه او مالونه وپلوري.
مولوي امیرخان متقي ګرمي هوا ته اشارې کډوالو ته د زیاتو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې په خبره یې، د افغانستان دولت په ټول توان سره د خپلو هېوادوالو ملاتړ کوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یې غوښتي، چې افغان کډوالو سره دې خپلې مرستې زیاتې کړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو دغې لوړ پوړي چارواکي ویلي، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ به د افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړي او د هغوی د ملاتړ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.