اداري مرستیال: د کډوالو ستونزو حل لپاره د هر میکانیزم ملاتړ کوو

اداري مرستیال: د کډوالو ستونزو حل لپاره د هر میکانیزم ملاتړ کوو افغانستان
اداري مرستیال د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر سره د کډوالو د ستونزو په حل خبرې کړې

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د هر هغه میکانیزم ملاتړ کوي، چې د کډوالو ستونزو حل کې مرسته کوي.

ښاغلي حنفي د ملګرو ملتو عالي کمېشنر او نورو نړۍ‌والو مرستندویه بنسټونو څخه کډوالو ته د دایمي سرپناه جوړولو غوښتنه کړې.

بل‌خوا فلیپو ګراندي د اسلامي امارت له لوري د راستنېدونکو کډوالو مدیریت پروسه ستایلې او ویلي یې دي ، ملګري ملتونه د مخکنیو همکاریو سربېره هڅه کوي د کډوالو ستونزو حل کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د یادونې ده، چې د کډوالو په چارو کې ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی چارواکی تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، نوموړي د خپل سفر موخه د افغان کډوال وضعیت ارزونه یاده کړې.

تړلي موضوعات