له ترکمنستانه هرات ته د لوړ ولتاژ وارداتي برېښنا پروژه بشپړه شوه

له ترکمنستانه هرات ته د لوړ ولتاژ وارداتي برېښنا پروژه بشپړه شوه افغانستان
د هرات ولایت برېښنا کمښت ستونزه په حل کېدو ده

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د برېښنا لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکو له ترکمنستانه هرات ولایت ته د ۲۲۰ کیلوولټ وراداتي برېښنا پروژې چارې بشپړې کړې.

یاد شرکت زیاته کړې، د وارداتي برېښنا نیمګړې دغې پروژې چارې، چې د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د هرات نورالجهاد سب ستېشن سره نښلوي په ۴۲ کاري ورځو کې بشپړې کړې.

یادې پروژې ته د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تخنیکي تجهیزات چمتو شوي و، خو چارې یې نیمګړې پاتې وې.

د دې پروژې بشپړېدو سره به هرات ولایت کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

تړلي موضوعات