ملګرو ملتونو د کډوالو په اړه د درې اړخیزې غونډې د رابللو غوښتنه وکړه
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلېپو ګراندي کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره لېدنه کې د افغانستان، ایران او پاکستاني چارواکو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې رابللو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي، کابل کې د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک استازو سره د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوي په موخه خبرې کوي.
ګراندي زیاته کړې، هرات ولایت ته د سفر هوډ لري، له هغه ځایه به ایران ته لاړ شي د راستنېدونکو او هلته د مېشتو افغانانو پيغام به له تهران سره شریک کړي.
بلخوا مولوي عبدالکبیر ایران او پاکستان سره د درې اړخیزې ناستې د چمتووالي ترڅنګ تر را روان ژمي مخکې راستنو شویو ته د سرپناه په برابرولو ټینګار کړی.
داپه داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو، هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ زره تنه په جبر له ایرانه هېواد ته راستنیږي.