میدان وردګو کې د ۴۰ کيلومتره سړک رغنيزې چارې بشپړې شوې
د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۴۰ کيلومتره په اوږدوالي د يو سړک رغېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې دغه سړک د ولایت مقام په مالي ملاتړ، د ټولګټو ریاست په ماشینرۍ او د ولسونو په همکارۍ جوړ شوی دی، چې د دې ولسوالۍ پر بېلابېلو عمومي او فرعي خامه سړکونو د جغل اچونې او نورې چارې شاملې وې.
سرچينه زیاتوي، چې د دې سړک په رغېدو سره ياده ولسوالۍ کې د خلکو تګ راتګ ستونزې تر يوه بريده حل او پای ته رسېدلې دي.
د يادونې ده، چې تېر کال دې ولايت کې د حکومت او ولسونو په ګډه همکارۍ شاوخوا ۲۲۵ کيلومتره سړکونه رغول شوي دي.