افغان وزیر: افغانستان د نړېوالې جنايي محکمې اصولو ته هیڅ ډول مسؤلیت نه لري

افغان وزیر: افغانستان د نړېوالې جنايي محکمې اصولو ته هیڅ ډول مسؤلیت نه لري افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یوې تازه غونډه کې د نړېوالې جنايي محکمې له لوري د اسلامي امارت مشرانو نیولو پرېکړه په کلکه غندلي ده.

ښاغلي وزیر ویلي، چې د دې نړېوالې محکمې هغو اصولو ته چې له مخې یې داسې پرېکړې کیږي؛ افغانستان ورته هیڅ ډول مسؤلیت نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې محکمې پرېکړې په هیڅ ډول د تطبیق وړ نه دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې نړېوالې محکمې څو ورځې وړاندې یوه پرېکړه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم او د افغانستان قاضي القضات دې د دوی په خبره ښځو حقونو نقض له کبله ونیول شي.

تړلي موضوعات