د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: له ایران د افغان کډوالو په جبر ایستل ځورونکی حالت دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: له ایران د افغان کډوالو په جبر ایستل ځورونکی حالت دی افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تازه یوې غونډې ته وینا کې ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو په جبر ایستل ځورونکی حالت دی.
ښاغلي وزیر ویلي، چې ایراني لوړ رتبه چارواکو سره یې په کتنو کې دوی ته په وار وار ویلي، چې افغان کډوال باید په تدریجي ډول را ستانه کړل شي.

نوموړی زیاتوي، چې افغانان له مجبوریت څخه نورو هېوادونو ته کډوال شوي، چې باید کوربه هېوادونه افغان کډوال په بې عزتۍ راستانه نه کړي.
افغان وزیر پر ایران او پاکستان غږ کړی، چې اسلامي او ګاونډیتوب اصول ته درناوی ولري او افغان کډوال په ابرومند ډول راستانه کړي.
د یادونې وړ ده، چې ایران وروستیو اونیو کې په سلګونو زره افغان کډوال په جبر کډوالۍ ته اړ کړل او بې رحمانه ډول یې افغانستان ته راستانه کړل.

تړلي موضوعات