د افغانستان او پاکستان وزیرانو کتنه؛ افغان وزیر: هر مشکل باور فضا کې د حل وړ دی
د افغانستان کورنیو چاور وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کابل کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي او مل پلاوي کتلي دي.
دې کتنه کې د هېواد کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، ارشد معین مولوي محمد ابراهيم صدر، له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستیال مولوي سیدالله حماس او يو شمېر نورو مسؤلينو ګډون درلود.
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان وزیر پاکستاني پلاوي ته د هرکلي تر څنګ وویل، چې داسې سفرونه د اړیکو پراخولو او ښې همکارۍ لپاره ګټور دي او زیاته یې کړه، چې د ستونزو د حل کيلي اعتماد دی او هر مشکل د باور د فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.
خلیفه سراج الدین حقاني له افغان مهاجرینو او بندیانو سره د ښه چلند او اړينو اسانتياوو په رامنځته کېدو ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې موږ دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه یوو او د ښه تعامل د بنیاد لپاره ډېر دلایل لرو.
بلخوا پاکستاني وزیر دې کتنه کې د امنيت او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخيزه همکاري اړينه بللې او په دې ساحو کې يې د ګډو همکاريو د پياوړتيا ژمنه کړې.
نوموړي زياته کړې، چې سوداګرو او افغان کډوالو ته به لازمې اسانتياوې رامنځته کړي او ژمنه یې کړې، چې د ستونزو په حل کې به په مشترکه توګه کار کوي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې کابل ته د پاکستان لوړ رتبه پلاویو راتګ ډېر شوی او دوی تل کتنو کې د افغان حکومت سره د تعامل او اړیکو بهتر کېدو ترڅنګ هلته کډوالو او سوداګرو سره د ښه چلند ژمنه کوي.