ا.ا.ا: د اسلامي نړۍ هېوادونه او مؤثر جهتونه دې غزې ته د بشري مرستو رسېدو لار هواره کړي
د افغانستان اسلامي امارت په غزه کې د ښځو او ماشومانو د لوږې او مظلومیت په اړه اعلامیه خپره کړې او دا اسرائیلي اشغالګرو د وحشت دا ډول یې په کلکه غندلی دی.
اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا د اسرائیلي صهیونستانو ظلمونه، په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او ورسره د مرستو څخه د لومې په ډول کار اخیستل بیا پر ښځو او ماشومانو بمبار کول په کلکو ټکو غندي.
اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، اسلامي هېوادونو او نورو مؤثرو جهتونو غږ کړی، چې هرڅه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوي؛ کنه د لوی الله جل جلاله په حضور کې به هيڅ عذر نه لرو او ټول به له سخت الهي عذاب سره مخامخ کیږو.
اعلامیه کې همداراز راغلي: (( له الله تعالی څخه غواړو چې هر څه ژر د غزې مسلمانانو ته نجات ورکړي او په صهیونیستي ظالمانو او د هغوی په ملاتړو داسې قهر او عذاب نازل کړي چې ټول انسانیت یې ننداره وکړي او عبرت ورڅخه واخلي. آمین یا رب العالمین))
د یادونې وړ ده، چې غزه د ظلم او وحشت تر ټولو ترخې شېبې تجربه کوي؛ هلته د درنو بمباریو ترڅنګ ماشومان، مېرمنې او لویان د خوراک او څښاک لپاره کمه اندازه هم څه نه لري.