کابل کې د نشه يي توکو په تړاو ۷۷ تنه نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل ولایت کې د نشه يي توکو د تولید، خرڅلاو او انتقال په تړاو ۷۷ تنه نیول شوي دي.
یاد وزارت ویلي، چې دا کسان د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ځواکونو لخوا د کابل بېلابېلو ناحیو کې تېرو څو ورځو کې نیول شوي دي.
وزارت ویلي، له نیول شویو کسانو څخه ۱۵۵۴۷ عدده نشه يي ګولۍ، ۲۸۸ لېتره الکولي مشروبات، ۶.۳۸۳ کیلوګرامه چرس، ۱۷.۹۷۰ کیلوګرامه د ټابلیټ جوړولو خام مواد او ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې مسؤلین او ځواکونه ډاډ ورکوي، چې د نشه يي توکو د خرڅلاو، قاچاق او کرکیلې پر وړاندې یې مبارزه جدي او پرېکنده ده او سرغړونکو ته اجازه او وخت نه ورکوي.